امریکا کې د 'مننې ورځې' په پار رخصتۍ کې په کرونا ډېر خلک اخته دي

امریکا

په امریکا کې د کرونا مثبتې پېښې داسې مهال زیاتې شوي چې لسګونه میلیونه امریکایان د "مننې ورځې" په رخصتۍ له کورنیو او ملګرو سره ټولېږي.

د امریکا د ټرانسپورټ ادارې اټکل کړی چې د نوومبر د ۲۵مې ورځې په دې رخصتۍ کې به پنځوس میلیونه امریکایان یوازې موټرو کې سفرونه وکړي او د هوایي سفرونو مسافر به هم زیات وي.

د شمېرو له مخې اوس هره ورځ متحده ایالاتونو کې د کرونا شااوخوا یو لک پېښې ثبتیږي.

د تېرو ۷ ورځو شمېرې ښيي چې په اوسط ډول هره ورځ ۱۴ سوه امریکایان په کرونا مري.

د امریکا په روغتونونو کې د خلکو بستري کېدنه هم زیاته شوې او داسې ویره شته چې د رخصتۍ پر مهال به د کرونا پراختیا ته نوره زمینه هم برابره شي.