کام ایر: راتلونکې میاشت به له کابله دوبۍ ته ورځنۍ الوتنې پیل کړو

د کام اییر الوتکه

کام ایر خصوصي هوايي شرکت وايي چې له راتلونکې میاشتې له کابل څخه دوبۍ ته ورځنۍ الوتنې پیلوي.

دې شرکت پرون چهارشنبه وویل چې د ډسمبر له لومړۍ نېټې به هره ورځ له کابل څخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ او له هغه ځایه کابل ته یوه الوتنه ولري.

د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د الوتکو د تګ راتګ د ځنډېدو له کبله په ځانګړي ډول هغه افغانان له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي چې په عربي هېوادونو کې یې کار کاوه.