نن ۱۰ نورو ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش لړۍ پیلېږي

د افغانستان پاسپورټ

ټاکل شوې ده چې سر له نننه په لسو نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټ ورکړه پیل شي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ټول افغانستان کې د پاسپورټ او تذکرو دفترونه وتړل شول، خو وروسته یې یوازې په کابل کې د پاسپورټ دفتر پرانېست.

له دې کبله هغه خلک چې غواړي له افغانستانه ووځي، له ډېرو کړاوونو سره مخامخ شول.

د کورنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې سر له نن پنجشنبې څخه به د پروان، کاپیسا، لوګر، میدان وردک، غزني، دایکنډي، فاریاب، نورستان، غور او بدخشان په ولایتونو کې د پاسپورټ وېش پیل شي.