ازبیکستان کې پولیسو په زور د لسګونه مسلمانانو ږېرې ور وخریلې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په ازبیکستان کې پولیسو په زور د لسګونه مسلمانانو ږېرې ور خریلي چې دې اقدام په دغه هېواد کې دننه او بهر د بشري حقونو د ملاتړو ډلو غبرګونونه پارولي دي.

د ازادي راډیو ازبک څانګې د یوه ځایي فعال په حواله چې نوم یې نه دی یاد کړی ویلي، یوازې ینګیول ښار کې د ۲۲ مسلمانانو ږیرې په زور خریل شوي دي.

دا ښار له پلازمېنې تاشکند سره په شل کیلو متره واټن کې پروت دی.

ازبیکستان کې فعالان وایي، پولیس یوازې د هغو کسانو ږیرې خریي چې مسلمانان دي، خو له هغو سره کار نه لري چې د سټایل لپاره یې ږیرې پریښي دي.

د ینګیول ښار یوه اوسیدونکي ویلي: " پولیس یې ځکه ږیره خریلې چې ورته یې ویلي، ترهګر غوندې ښکاري."