ایران هغه کس اعدام کړ چې د جرم پر مهال‌یې عمر له ۱۸ کلنۍ کم و

ارشیف، ایران کې د اعدام صحنه

راپورونه وايي ایران هغه کس اعدام کړی چې د جرم پر مهال‌یې عمر له ۱۸ کلنۍ کم و.

د ایران نمیه دولتي خبري اژانس ایسنا نن راپور ورکړ چې یو ایراني چې په ۱۷ کلنۍ کې د قتل په جرم نیول شوی و، د ده د نه‌اعدام په اړه د نړیوالو غوښتنو سربېره اعدام شو.

۲۵ کلن ارمان عبدالعلي د خپل ملګرۍ نجلۍ د قتل په تور چې په ۲۰۱۴ م کال کې تري تمه شوه، مجرم بلل شوی و، خو د قرباني نجلۍ مړی هېڅ ونه‌موندل شو.

د عبدالعلي اعدام تر دې مخکې د بشري حقونو د ادارو د هغو خبرداریو له کبله ځنډول شوی و چې د نړیوالو کنوانسینونو څخه‌یې د ایران د سرغړاوي په اړه ورکړي و.

نړیوال کنوانسیونونه چې ایران هم لاسلیک کړي له قانوني عمر د ښکته ماشومانو اعدام منع کوي.

د بخښنې د نړیوال سازمان په وینا ایران په تېر کال کې ۲۶۴ کسان اعدام کړي او په تېرو ۱۰ کلونو کې لږ تر لږه ۶۴ داسې کسان په ایران کې اعدام شوي چې د جرم پر مهال‌یې عمر له ۱۸ کلنۍ ښکته وو.