کاپیسا کې دوه دیني عالمان ووژل شول

د افغانستان عمومي نقشه کې کاپیسا ولایت

په کاپیسا کې په یو وسله‌وال برید کې دوه تنه دیني عالمان وژل شوي دي.

ځايي چارواکو ازادي راډیو ته ویلي پر دیني عالمانو دا برید نن سهار د کاپیسا په مرکزي سیمه رېګ روان کې هغه مهال وشو چې دا دیني عالمان له مدرسې څخه کورونو ته روان وو.

په کاپیسا کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي کریم‌الله وثیق ازادي راډیو ته وویل چې په برید کې دوه تنه دیني عالمان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

ښاغلي وثیق زیاته کړه: "متأسفانه دا پېښه شوې ده. د کاپیسا ولایت چارواکي هڅه کوي چې عاملین‌یې پیدا او قانون او محکمې ته‌یې وسپاري."

پر دیني عالمانو د دې برید مسؤلیت تر اوسه چا پر غاړه نه‌دی اخیستی.

د کاپیسا چارواکو د وژل شویو او ټپي شویو دیني عالمانو د هویت په اړه څه نه‌دي ویلي، خو سیمه‌ییز خلک وايي چې وژل شوي او ټپیان شوي دغلته د یوې ځايي دیني مدرسې استادان وو.

تېر کال د کاپیسا د دیني عالمانو شورا مشر هم په یو برید کې وژل شوی و.

له هغې ورځې چې طالبان واک ته رسېدلي پر کاپیسا سربېره له ځینو نورو ولایتونو څخه هم پر ځینو دیني عالمانو د بریدونو راپورونه ورکړل شوي چې د ډېرو دې بریدونو انګېزې معلومې نه‌دي.