افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي لپارهیې یوه طرحه تأیید کړې ده.
د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد په وینا د رئیسالوزرا په مشرۍ د کابینې غونډه د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي لپاره د ټاکل شوي هیئت طرحه تأیید شوه او دنده وروسپارل شوه چې ولایتونو ته ولاړ شي او د ځنګلونو د پرې کولو لپاره عملي کار پیل کړي.
که څه هم د دې طرحې ډېر جزئیات نهدي څرګند، خو د ذبیحالله مجاهد لهخوا د طالبانو د حکومت د کابینې د غونډې په اړه اعلامیه کې ویل شوي، په غونډه کې د ځنګلونو او ونو د پرې کولو لپاره د برقي ارو پر کارولو بندیز ولګول شو او سرغړوونکي د مجازات وړ وبلل شول.
طالبانو حکومت د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي لپاره وروسته له هغې د اقداماتو اعلان کوي چې پر افغانستان د دوی تر واکمنېدو وروسته په یو شمېر ځنګل لرونکو سیمو کې د ځنګلونو د ناقانونه وهلو راپورونو اندېښنې زیاتې کړې.