'WFP' افغانستان کې له ۲۲ میلیونه اړو کسانو سره د مرستو تابیا کړې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) وايي، په افغانستان کې یې له ۲۲ میلیونه اړو کسانو سره تر ژمي مخکې، د بشري مرستو تابیا کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام اجرائیه مشر ډېوېډ بېسلې له افغانستانه په هغه ویډیو کې چې دغې ادارې پرون پر خپله ټویټر پاڼه خپره کړې ویلي: "موږ باید شااوخوا ۲۲ میلیونه وګړو ته د مرستې لپاره بیړه وکړو. زموږ یوه ډله بوخته ده، هغه لارۍ موټر بېلابېلو سیمو ته بوځي چې چلولو ته چمتو کړای شوي دي. دوی به په افغانستان کې د اړتیا وړ ځای ته ځي."

د خوړو نړیوال پروګرام مشر وویل، دوی هڅه کوي په ټول افغانستان کې د خلکو د ژوند ژغورنې لپاره مرستې ورسوي او تمرکز به یې یوازې پر کابل نه وي.