طالبان: 'نږدې ورځو' کې به د پاسپورټونو د وېش لړۍ له سره پیل شي

کابل کې د پاسپورټ ریاست

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په 'نږدې ورځو' کې به د پاسپورټونو د وېش لړۍ له سره پیل شي.

د دغه وزارت ویاند، قاري سعید خوستي پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل، دغه لړۍ د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله ځنډول شوې وه: "امید دا دی چې په څو راتلونکو ورځو کې به دغه کارونه بیا پیل او دغه تخنیکي ستونزې به حل شي. د پاسپورټ ریاست په پام کې لري چې په ۷ ولایتونو کې خپل ریاستونه پرانیزې او خدمات پیل کړي."

د طالبانو د پاسپورټ ریاست د لړم/عقرب میاشتې پر ۲۵مه ازادي راډیو ته ویلي و چې د بایومټریک ماشینونو د تخنیکي ستونزو له کبله د پاسپورټونو د وېش لړۍ بنده شوې وه.

طالبانو په مشخص ډول نه وو ویلي چې د بایومټریک په ماشینونو کې ستونزه څه وه؟

په افغانستان کې په زرګونو کسان په تمه دي چې د پاسپورټونو په ترلاسه کولو سره بیا بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړای شي.