د سربیا یوه فابریکه کې چاودنو ۲تنه وژلي او ۱۶ نور یې ژوبل کړي

سربیا کې د چاودنې سیمه

د سربیا د مهماتو په یوه فابریکه کې یو لړ چاودنو لږ تر لږه دوه کسان ووژل او ۱۶ نور ټپیان کړل.

دولتي ټلوېزیون (RTS) راپور ورکړی چې لومړۍ چاودنه پرون ماسپښین په هغه ګدام کې وشوه چې توغندي او چاودېدونکي مواد په کې ساتل کېدل.

سم د لاسه د چاودنې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

دغه فابریکه د پلازمېنې بلګراد په ۱۵ کیلومترۍ کې پرته ده.