ځینې کابل ښاریان: طالبان مو په زور موبایلونه پلټي، ځینې وخت پرې وهل کېږو

ارشیف، د لویو پر سر یو شمېر طالب وسله وال

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د خپل خصوصي حریم د خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.

دوی ادعا کوي چې طالبان په زور د ځینو موبایلونه پلټي، دوی د ټیلیفونونو د معلوماتو پاکولو ته اړ باسي او په ځینو مسایلو کې هم وهل ډبول کېږي.

ازادي راډیو په خپل دغه راپور کې د کابل ښار یو شمېر هغو اوسېدونکو سره خبرې کړي چې له دغو ډول پېښو سره مخ شوي دي .

د کابل ښار یو اوسېدونکی چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ده سره د طالبانو د چلند په اړه ازادي راډیو ته وویل: "یوه شپه چې له دوکانه کور ته روان وم، د طالبانو څو کسانو ودرولم او موبایل یې رانه واخېست او تلاشي یې کړم، کله چې یې زما موبایل وکاته، زما شخصي فایلونه یې وپلټل، په شخصي فایلونو کې مې د 'سپورټ' د تمرین عکسونه وو، ځینې د موسیقۍ او سندرو فایلونه مې هم درلودل، د ملګرو انځورنه مې هم په کې وه چې هر فایل به یې لیده، زه به یې په څپېړو او لغتو وهلم، زه یې ډېر په سوکانو ووهلم، حیران وم چې څه وکړم؟ یوازې زه نه زما ملګري یې هم له همدې امله وهلي ډبولي، بیخې یې له هېواده تېښتې ته یې اړ کړي یو."

د طالبانو د حکومت چارواکو له دې وړاندې په ځلونو ټینګار کړی چې د دوی کسان باید له خلکو سره نا سم چلند ونه وکړي، ان دا چې د دا شان شکایتونو له امله یې داسې کمېسیون هم جوړ کړ چې دا ډول کسان له خپلو لیکو تصفیه کړي.

یوه مېرمن چې د کابل ښار اوسېدونکې ده، خپل د تره د زوی کیسه کوي چې دا هم له ورته چلند سره مخ شوی دی.

د تره زوی یې ونه غوښتل چې په دې اړه له موږ سره خبرې کړي او دې مېرمنې هم د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو سره خبرې وکړې.

دا وایي، که څه هم یوه نجلۍ ده، خو بیا هم وېرېږي چې طالبان یې موبایل ورنه وانه‌خلي او ویې نه پلټي، نو ځکه یې له ځان سره له کوره بهر نه وړي.

نوموړې وايي: "څه موده وړاندې مې د تره له زوی سره همداسې شوي، هغه یې له ملګرو سره ښار کې روان و چې طالبانو یې موبایل ترې اخیستی و او چک کاوه یې، کله چې ګوري په ټیلیفون کې یې سندرې دي هغه یې د خلکو او ملګرو په مخ کې وواهه او ویې ډباوه چې ولې سندرې اوري، د طالبانو دې ډول چلند د خلکو ترمنځ وېره راپارولې او خلک نه شي کولی له کوره بهر له ځان سره خپل موبایلونه انتقال کړي، زه چې یوه نجلۍ هم یم له وېرې مې ځان سره موبایل بهر نه باسم چې خدای مه کړه داسې پېښې سره زه هم مخ نشم، دوی د خلکو د سپکاوي او تحقیر کېدو په کیسه کې نه دي چې د یو کس غرور او شخصیت څومره زیانمنېږي، دوی یوازې خپل افراطي لید لوری پرخلکو پلی کوي او د چا پروا نه لري."

دا مېرمن وایي چې د طالبانو دې ډول چلند خلک ستړي کړي دي.

افغان حقوق پوه سبحان مصباح

افغان حقوق پوه سبحان مصباح په دې اړه وایي خصوصي حریم د هرکس له لومړنیو حقونو څخه دی او له حقوقي پلوه د انسانانو شخصي حریم باید په هرحالت کې خوندي وي.

مصباح زیاتوي: "په هغه صورت کې چې یو څه جرم نه وي، د هغه پلټل له حقوقي پلوه سم نه دي، له شرعي اړخه هم دا منع دي چې یوڅوک دې له اجازې پرته د چا پر خصوصي حریم تېری وکړي، نو هغه څه چې په دې وروستیو کې کېږي او که د خلکو موبایلونه چک کېږي دا موضوع قوانینو او شرعي احکامو سره په ټکر کې ده او هغه کسان چې دا ډول کړنې ترسره کوي باید تر عدلي څېړنو لاندې ونیول شي."

طالبان بیا دا موضوع ردوي او وایي چې د دوی په حکومت کې هېڅ څوک حق نه لري چې د خلکو خصوصي حریم ته ننوځي.

د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله وثیق.

د طالبانو مرستیال ویاند احمدالله وثیق په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د حکومت له له لوري هېڅ چا ته دا صلاحیت نه دی ورکړل شوی چې د چا خصوصي حریم ته ننوځي یا د چا موبایل وپلټي، موږ دا موارد تراوسه نه دي اورېدلي، د دې کړنو مخنیوی داسې کېږي چې د پېښې ځای مشخص شي چې هلته دا ډول پېښې ترسره کېږي، موږ به یې له خپلو امنیتي ځواکونو سره شریک کړو چې هغوی یې وڅېړي، څو راتلونکي کې له خلکو سره دا ډول چلند ونه شي خو زموږ له اړخه هېڅ چا ته د دې ډول کړنو اجازه نه ده ورکړل شوې."

د اګسټ میاشتې په پنځلسمه نېټه کله چې طالبانو کابل کابل ونیو، دوی عمومي عفوه اعلان کړه او له خپلو کسانو یې غوښتي چې هېڅ چا ته دې زیان نه رسوي، خو له دې سره-سره د طالبانو له لوري د خلکو د خصوصي حریم د څېړلو، شکنجو او وهلو ډبولو راپورونه خپاره شوي، هغه څه چې طالبانو تل رد کړي دي.