په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت له بیا پرانیستل کېدو وروسته سعودي عربستان هم غواړي چې خپل سفارت پرانیزي.
عربي رسنیو پرون دوشنبه(د لېندۍ ۱) خبر ورکړ چې سعودي عربستان په کابل کې د خپل سفارت له بندولو درې میاشتې وروسته په دې غور کوي چې خپل سفارت بېرته پرانیزي.
د اګسټ په ۱۵ مه نېټه د طالبانو له واکمنېدو وروسته اکثرو هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه بند کړل او لا هم هیڅ لوېدیځ هېواد خپل سفارت په کابل کې نه دی پرانیستی خو جرمني لېوالتیا ښوولې چې ژر به خپل سفارت بېرته پرانیزي.
امریکا خپل سفارت د قطر پلازمېنې دوحې ته لېږدولی، خو تېره اوونۍ د یوې موافقې له مخې چې د امریکا او د قطر د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په واشنګټن کې لاسلیک شوه، په افغانستان کې د امریکا ډپلوماتیګې ګټې به قطر خوندي کوي او دا هېواد د امریکا لپاره د قونسلګرۍ چارو یوه څانګه په کابل کې په خپل سفارت کې پرانېزي.