د اټمي انرژۍ د څار نړیوال سازمان مشر نن تهران ته ورسېد.
رافایل ګروسي له ایراني چارواکو سره داسې مهال لیده کاته کوي چې ټاکل شوې یوه اوونۍ وروسته په ویانا کې د ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون د بیا ژوندي کېدو په اړه خبرې پیل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده وویل، ایران هیلهمن دی چې د ښاغلي ګروسي لیده کاته به "ګټور" وي.
ټاکل شوې چې ګروسي به د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان او د اټمي انرژۍ له مشر محمد اسلامي سره وګوري.
د اټمي انرژۍ د څار نړیوال سازمان مشر تېره سپټمبر میاشت کې هم ایران ته تللی و او هلتهیې دا موافقه ترلاسه کړه چې نړیوال څارونکي د ایران اټمي تأسیسات لیدلی شي.