د روسیې د ملي امنیت شورا: په افغانستان کې روان وضعیت د خوښۍ هېڅ نښه نه‌لري

کابل کې د کوټې سنګي پل

په افغانستان کې له بشري او اقتصادي بحران ورهاخوا، د دې هېواد ټولنیز او سیاسي وضعیت لا هم د سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې لپاره د اندېښنې وړ دی.

روسیه چې وروستیو کلونو کې یې له طالبانو سره نږدې اړیکې درلودې، د افغانستان حالات اندېښمنوونکي بولي.

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال الکساندر ګربنکین وايي، د افغانستان وضعیت داسې دی چې د خوښۍ هېڅ نښه په‌کې نه‌لیدل کېږي.

تاس خبري اژانس د یوې روسي ورځپاڼې له قوله چې ښاغلي ګربنکین ورسره مرکه کړې لیکلي، د افغانستان حالات مخ په ځوړ روان دي او دا وضعیت د نشه‌يي توکو قاچاق او د کډوالۍ د بې‌کنټروله ودې ګواښ رامنځته کوي.

هغه زیاته کړې: "موږ د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د افغانستان وضعیت له نږدې څارو. بدبختانه د خوښۍ لپاره هېڅ وړاندوینه نه‌شي کېدای."

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال خبرداری ورکوي چې ښايي وسله‌وال ترهګر له افغانستانه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ننوځي او د روسیې او قزاقستان له پولو ځانونه د دوی هېواد ته دننه کړي.

د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره دا اندېښنه له وړاندې شته چې کېدای شي ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې ګټه واخلي او ځینو هېوادونو ته لار وکړي.

خو د امریکا دفاع وزارت دې اندېښنو ته په کتو خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې به ترهګرو ډلو سره په ګډه مبارزه وکړي.

د پنټاګون مشر لوېډ استېن د نومبر په ۲۰مه د ستراتېژیکو مطالعاتو نړیوال انستيتيوت کې وویل، امريکا به په افغانستان کې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له ليرې واټن "د افق ورهاخوا" مأموريت پر مخ بوځي.

استېن ویلي و: "موږ باید د افغانستان په ګډون په هر ځای کې له القاعدې نيولې، بيا د داعش ډلې له ناوړه کړنو او د دې ډلې له لوري له مذهبي کرکې سره د مبارزې لپاره ګډ کار وکړو."

لوېډ استېن ویلي وو په افغانستان کې به ترهګرو ډلو سره په ګډه مبارزه وکړي.

خو طالبان دې ټولو اندېښنو ته په پام وايي، د افغانستان له خاورې د نړۍ هېڅ هېواد ته ګواښ نه‌‌شته.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل: "اسلامي امارت د هېواد په ټولو برخو بشپړ کنټرول لري. دلته هېڅ کومه پدیده او داسې څه نه‌‌شته چې ګواښ وګڼل شي. موږ په دې برخه کې هېڅ اندېښنه نه‌وینو."

ښاغلی کریمي د سیمې له هېوادونو او له نړیوالې ټولنې هم غواړي چې په افغانستان کې روانو واقعیتونو ته په کتو، له دوی سره د ښو اړیکو او متقابل درناوي په چوکاټ کې خپلې ټولې اندېښنې او ستونزې له سیاسي او ډیپلوماتیکې لارې حل کړي.

له دې وړاندې د روسیې د ملي امنیت مشر ویلي و، په افغانستان کې نږدې ۲۰ ترهګرې ډلې شته چې هغه د روسیې او د سیمې د ملي امنیت لپاره ګواښ بللی و.

په دوحه کې له امریکا سره د طالبانو د شوي تړون یوه ماده دا ده چې طالبان به د القاعده په ګډون له ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي او تر خوا به‌یې اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېڅ هېواد پر ضد وکارېږي.

خو له دې ژمنې سره سره، د امریکا دفاع وزارت، کانګرس، سیګار، ناټو او ان د ملګرو ملتونو امنیت شورا، په څو ځلي ویلي چې طالبانو لا هم له القاعده او ځینو نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه‌دي پرې کړي