د افغانستان بانکي سیستم د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د بېړني اقدام غوښتنه

په کابل کې د یوه بانک مخ ته د خلکو ګڼه ګوڼه

ملګرو ملتونو د افغانستان د بانکي سیستم د ملاتړ لپاره د بېړني اقدام غوښتنه وکړه.

دوی خبرداری ورکړی چې د نقدو پیسو کموالی، د هغو کسانو زیاتوالی چې د بانکونو پورونه نه‌شي ورکولای او بانکونو ته ساتنې په پار د پیسو کمه ورکړه به، په څو میاشتو کې مالي سیستم سقوط کړي.

روېټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د پراختیایي څانګې «UNDP» د تازه راپور په حواله ویلي، د افغانستان د بانکي سیستم احتمالي سقوط به ناوړه اقتصادي او ټولنیز اغېز پرې باسي.

په افغانستان کې د «UNDP» مشر عبدالله الدرداري روېټرز ته ویلي، موږ باید مطمئن شو او داسې لارې چارې پیدا کړو چې که د بانکي سیستم ملاتړ کوو، د طالبانو ملاتړ ونه‌ګڼل شي.

د افغانستان پر بانکي سیستم له تېرو څه باندې درېیو میاشتو راهیسې نړیوال بندیزونه لګول شوي او د افغانستان بانک شتمني هم چې څه باندې نهه میلیارده ډالره ده، په امریکا کې کنګل شوې ده.

د دې ستونزو له کبله له افغانستان سره بانکي معاملې ستونزمنې شوي، نقدې پیسې کمې شوي او د افغانیو ارزښت هم کم شوی دی.