طالبان: هغه انسان تښتوونکي مو  نیولي چې کابل کې یې یوه مور او زوی تښتولي وو 

کابل کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، هغه دوه انسان تښتوونکي یې نیولي چې کابل کې یې یوه مور او زوی تښتولي وو.

د دغه وزارت ویاند سعید خوستي نن دوشنبه (د لېندۍ په ۱ نېټه) پر خپله ټویټرپاڼه هغه وېډیو هم خپره کړې چې دوه مشکوک انسان تښتوونکي په‌کې معلومېږي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې سړي تښتوونکو چې له دوه نیمو میاشتو راهیسې تر تعقیب لاندې وو، له دې کورنۍ نه ۳۵ زره ډالر اخیستي و او تښتول شوي مور او زوی یې خوشې کړي وو.

طالبانو ویلي و چې کابل او نورو ولایتونو کې به د جنایي جرمونو مخه نیسي، خو له دې سره سره هم کله نا کله جنایي جرمونه کېږي چې قتل، اختطاف او وسله‌والې غلاوې په‌کې شاملې دي.

طالبان وایي، دا جرمونه د پخوا پرتله ډېر راکم شوي دي.