امریکا کې د یوه فستیوال پر ګډونوالو د یوه موټر د ننوتو پېښه کې ۵ کسان مړه شوي  

سور موټر خلک لاندې کوي

بېګا یوه موټر د امریکا په وېسکانسن ایالت کې د کرسمس په مناسبت د پرېډ په مراسمو کې خلک لاندې کړل چې په پایله کې یې ۵ کسان مړه او لږترلږه ۴۰ نور چې ماشومان هم په‌کې دي، ټپيان شول.

د وېسکانسن ایالت د واوکېشا «Waukesha» سیمې پولیس وايي چې د تلفاتو په شمېر کې زیاتوالی ښايي راشي.

د سیمې د پولیسو یوه چارواکي وویل چې په دې قضیه کې مشکوک کس نیول شوی او موټر هم د پېښې له ځایه ایستل شوی.

د واوکېشا د پولیسو قوماندانۍ پر خپله فېس‌بوکپاڼه په پېښه کې تر دې مهاله د پنځو کسانو مړینه او د ۴۰ نورو ټپي کېدل تأیید کړي، خو زیاتوي چې اوس‌مهال د معلوماتو په راټولولو بوخت دي، نو ځکه ښايي د تلفاتو په شمېر کې بدلون راشي.

بېګا یوه موټر د امریکا په ویسکانسن ایالت کې د کرسمس په مناسبت د پرېډ په مراسمو کې خلک لاندې کړل

په بیان کې راغلي چې ګڼ شمېر کسان په خپلو امکاناتو د سیمې روغتونونو ته رسول شوي دي.

د پولیسو قومانداني زیاتوي چې وضعیت د بدلون په حال کې دی او د پېښې په اړه د دوی څېړنې روانې دي.

په هغو وېډیوګانو کې چې پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې دي یو سور موټر لیدل کېږي چې د کرسمس د پرېډ پر ګڼه ګوڼه ورننوځي.

یوه وېډیو ښيي چې دا جیپ موټر د لېسې زده‌کوونکي لاندې کوي او په بله یوه کې د موټر چلوونکی په داسې حال کې لیدل کېږي چې د نڅېدونکو زده‌کوونکو ډله لاندې کوي.

د واوکېشا د پولیسو قوماندان ډان تامپسن وویل دوی تر اوسه نه‌پوهېږي چې په پېښه کې به د ترورېزم لاس وي که نه.

هغه موټر چې د کرسمیس پریډ ته په ولاړو خلکو ختلی

هغه زیاته کړه چې یو پولیس افسر پر موټر ډزې وکړې، خو چا ته‌یې زیان نه‌دی اړولی.

د تامپسن په وینا پولیس فکر نه‌کوي چې له موټره به هم دزې شوې وي.

له دې مخکې په راپورونو کې ویل شوي و چې د موټر چلوونکي هم ډزې کړې دي.

سپینې ماڼۍ وویل ولسمشر جو بایډن ته د پېښې په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د ولسمشر دفتر ویلي چې سپینه ماڼۍ د واوکېشا وضعیت له نږدې څاري.

د سپینې ماڼۍ په بیان کې پر پېښه خپګان څرګند شوی او ویل شوي دي چې په دې اړه د وېسکانسن ایالتي او سیمه‌ییزو چارواکو ته، متضررو خلکو ته د مرستو د رسولو سپارښتنه شوې ده.

په متحده ایالاتو کې دې ته ورته پېښې پخوا تر دې هم شوي.

په ۲۰۱۵ کال کې د اوکلاهما ایالت په سټل واټر ښار کې څلور کسان مړه او ۴۶ نور هغه مهال ټپیان شول چې یوې چلوونکې مېرمنې هغه خلک لاندې کړل چې د یوه سپورتي ټیم د راستنېدو لپاره هرکلي ته ولاړ وو.

هغه زیاته کړه چې یو پولیس افسر پر موټر ډزې وکړې خو چا ته یې زیان نه دی اړولی.