د امریکا متحده ایالاتو د وېسکانسن ایالت د کرسمس په یوه پرېډ کې د خلکو پر ګڼه ګوڼه د یوه موټر د ور برابرېدو په پېښه کې تر ۲۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.
د چارواکو په باور، په دې پېښه کې چې په واکیشا (Waukesha) سیمه کې شوې، ممکن ځیني کسان مړه شوي هم وي.
د واکیشا د پولیسو مشر ډان ټامپسن پرون وویل، مشکوک موټر ترلاسه شوی او چارواکو مطلوب شخص تثبیت کړی دی.
د ده په وینا، دا لا معلومه نهده چې دا پېښه له ترورېزم سره څه تړاو لري که نه.