طالبان: د رسنیو په اړه نوې کړنلاره مو رسنۍ او بیان ازادي نه‌محدودوي

کابل کې یو خصوصي ټلوېزيون 

طالبان ادعا کوي چې د رسنیو په اړه نوې کړنلاره‌یې رسنۍ او بیان ازادي نه‌محدودوي.

د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پرون رسنیو ته د خپرونو په تړاو یوه اته ماده‌ییزه کړنلاره اعلان کړه.

د دغه وزارت ویاند عاکف مهاجر د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا کړنلارې د رسنیو او بیان ازادي نه‌محدودي؟ وویل: "دا د بیان د ازادۍ مخنیوی نه‌دی، بلکې یو څو لنډ غوندې اصول دي چې هغه زموږ کلتور زموږ ارزښتونه همداسې غواړي."

طالبانو په خپله اعلامیه کې ټلوېزیونونو ته ویلي چې باید د دوی په خبره د شریعت او افغاني ارزښتونو خلاف فلمونه، مزاحیه او تفریحي پروګرامونه او داسې ډارمې خپرې نه‌کړي چې چاته سپکاوی شوی وي یا یې ممثلینې ښځې وي.

دوی همدارنګه ویلي چې ښځینه خبریالانې حجاب رعایت کړي او ټلوېزیونونه دې د پيغمبرانو او اصحابو په اړه فلمونه هېڅ خپاره نه‌کړي.

د طالبانو دې اعلامیې په خواله رسنیو ګڼو افغان خبریالانو په تېره بیا هغو چې اوس بهر وتلي شریکه کړې او دا یې د رسنیو د ازادۍ محدودول یاد کړي.