د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري «UNHCR» وايي، د اکټوبر له لومړۍ نېټې راهیسې یې په افغانستان کې له شااوخوا ۷۰ زره داخلي بېځایه شویو سره د نغدو پيسو او موادو مرسته کړې ده.
دغه سازمان پرون په خپل ټويټر کې ليکلي چې په افغانستان کې له بېځايه شويو سره خپلې مرستې زياتوي ځکه سخت ژمی په مخ کې دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، په افغانستان کې د اړو کسانو د ستونزو د حل لپاره دوامداره مرستو ته اړتیا ده.
ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې په افغانستان کې جګړو او نورو ستونزو شپږ ملیونه افغانان بېځایه کړي دي.