طالبان: ننګرهار ته له ډېر ځنډ وروسته ملکي الوتنې پیل شوې

د ننګرهار هوايي ډګر

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو چارواکي وايي، له شل کلن ځنډ وروسته نن بېرته دغه ولایت ته ملکي الوتنې پیل شوې.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن په یوه ټویټ کې ویلي چې د جلال اباد هوايي ډګر ته نن له ایرانه یوه الوتکه چې بشري مرستې په کې بار وې ورسېده.

تردې مخکې د ننګرهار امنیه قوماندان مولوي ندا محمد ندیم پرون ویلي وو، دغه هوايي ډګر د الوتنو لپاره پوره چمتو کړای شوی دی.

تردې مخکې د ننګرهار له هوايي ډګره یوازې پوځي الوتنې کېدې.

د ننګرهار فعالانو په ټولنیزو شبکو کې د دې تازه پرمختګ هرکلی کړی.