کابل کې د موټر سایکل ځغلولو د نندارې څلورم دور پیل شو

ارشیف

د موټر سایکل ځغلولو د نندارې څلورم دور په کابل کې پیل شو .

د المپیک ملي کمېټې ویاند دادمحمد ناوک ازادي راډیو ته وویل چې په دې نندارو کې ۲۰ لوبغاړو برخه اخیستې ده چې د لویانو او تنکیو ځوانانو په کټه ګوریو کې به ولوبېږي.

د دې سیالیو د جوړولو هدف د موټر سایکل ځغلونې ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.

د افغانستان د موټر سایکل ځغلونې د فدراسیون د معلوماتو پر بنست دا فدراسیون اوس مهال په ۱۵ ولایتونو کې څانګې او ۶۰۰ لوبغاړي لري.