اروپايي محکمه: کروېشیا دې د افغان ماشومې د مړینې تاوان ورکړي

ارشیف 

په یوه ترافیکي پېښه کې د یوې افغان ماشومې له وژل کېدو وروسته د اروپا د بشري حقونو محکمې حکم ورکړ چې کروېشیا باید د هغې کورنۍ ته تاوان ورکړي.

د ۲۰۱۷ میلادي کال په نوومبر کې شپږکلنه افغان ماشومه مدینه حسیني وروسته له دې چې د کروېشیا پولیسو د هغې کورنۍ ته له دې هېواده د وتلو امر وکړ د شپې په تیاره کې رېل ګاډي ووهله.

د اروپا محکمې اوس پرېکړه کړې چې د مدینې د بشري حقونو سرغړونه شوې او د کروېشیا حکومت باید د هغې کورنۍ ته ۴۰ زره یورو غرامت ورکړي.