بلېنکن: د اوکراین پر پوله د روسیې پر پوځي فعالیت اندېښنه لرو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، هېواد یې د اوکراین پر پوله کې د روسیې د پوځي فعالیتونو په اړه اندېښنه لري.

ده د روانې میاشتې په اتمه نېټه هم خبرداری ورکړی و چې روسیه ممکن د ۲۰۱۴میلادي کال په شان بیا د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه وکړي او بیا هم په دروغو ادعا وکړي چې اوکراین ملامت دی.

ښاغلي بلېنکن چې څو افریقايي هېوادونو ته په سفر وتلی دی، په سینګال کې د خبرو په ترڅ کې د مسکو اقدامات غیر عادي وبلل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په دې اندېښنه کې د امریکا اروپايي متحدان له واشنګټن سره شریک دي.

ویل کېږي، د روسیې نژدې یو لک پوځیان له ټانکونو او توپونو سره د اوکراین پولې ته نژدې ځای پر ځای شوي دي.