له افغانستانه د خلکو ناقانونه کډوالۍ او ځینو ادارو اندېښنې

ارشیف، کروشیا کې افغان کډوال

له افغانستانه د خلکو ناقانونه او په قاچاقي ډول کډوالۍ د بشري حقونو د یو شمېر ادارو اندېښنې راپارولي دي.

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکنېدو سره په زرګونو افغانانو کډوالیو ته مخه کړې ده.

خو طالبان بیا له خلکو غواړي چې د دوی له لوري ورته ستونزې نشته او په خپل هېواد کې پاتې شي.