پاکستان کې نیول شوې یوه چکۍ ماډله بېرته خوشې شوه

د چک جمهوریت ملي بیرغ

یوه چکۍ ماډله چې په ۲۰۱۹ میلادي کال د مخدرو موادو د قاچاق په جرم په پاکستان کې په ۸ کاله بند محکومه شوې وه، وروسته له دې چې روانه میاشت یې برات ترلاسه کړ، خوشې شوه.

د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه ټویټ کې وویل، په اسلام اباد کې به د چک سفارت له تیریزا هلوسکوفا سره مرسته وکړي.

هلوسکوفا د ۲۰۱۸ میلادي کال په جنورۍ کې د لاهور په هوايي ډګر کې هغه مهال ونیول شوه چې پولیسو یې په بکس کې نژدې ۹ کیلو هیروین وموندل.

دا د متحده عربي اماراتو له لارې ایرلنډ ته روانه وه.

دې ۲۵ کلنې ماډلې چې ادعا یې کړې وه کوم بل چا د دې په بکس کې مخدر مواد ایښي دي، د ۲۰۱۹ په مارچ میاشت کې په ۸ کاله او ۸ میاشتې بند محکومه شوه.

خو په روان نوومبر کې د لاهور د استیناف محکمې برات ورکړ.