د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت وايي، د دولتي کار کوونکو د درې میاشتو معاشونه به یو ځای ورکړي.
د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل نن په کابل کې يوې خبري غوندې ته وویل، دا معاشونه د سنبلې، میزان او عقرب میاشتو معاشونه دي.
د نوموړي په خبره د دغو معاشونو په ورکړه کې ځنډ له دې امله راغی چې مخکني نظام کې تعادل نه و ساتلی او اوس یې دوی د نوې کړنلارې له مخې ورکوي چې دا کړنلاره د طالبانو د حکومت د وزیرانو شورا تصویب کړې ده.
خو د دغې کړنلارې په اړه یې ډېر جزییات ورنه کړل.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د اسد د میاشتې د ډېریو ادارو معاشونه ورکړي، خو یو شمېر ادارو او کار کوونکو بیا د دې میاشتې معاش هم لا نه دی اخیستی.
په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته چې له درېیو میاشتو زیات وخت تېرېږي، دولتي کار کوونکو معاشونه نه دي اخیستي چې له سختو اقتصادی ستونزو سره مخ دي.