د کرنې وزارت: د ننګرهار د زيتونو فابريکې ستونزې به ژر حل شي

زیتون

د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، د‌ ننګرهار د زيتونو د تولید فابريکې ستونزو ته به ډېر ژر رسېدنه وشي.

په هغه خبر پاڼه کې چې نن شنبه (د لړم په ۲۹مه) د دغه وزارت له خوا په دې اړه خپره شوې راغلي چې ننګرهار ته د دوی تللي پلاوي د يادې فابريکې ستونزې له نږدې څيړلي او ژر به يې د حل لپاره اقدام وشي.

ویل کېږي چې په ننګرهار کې د زيتونو د تولید فابریکه په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته له مالي او تخنيکي ستونزو سره مخ ده.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې سره له دې چې دغه فابريکه ستونزې لري، خو بيا هم په ورځني ډول ۲۱۰ ټنه زيتون او ۱۸ زره ۴۲۰ لیټره د زيتون تیل تولیدوي.