اروپایي ټولنه خبر ورکوي چې د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان او د اذربایجان ولسمشر الهام علییف به راتلونکې میاشت په بروکسل کې سره وویني.
اروپایي ټولنې په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ څرګنده کړه چې دې دواړو مشرانو منلې ده چې د سیمې پر وضعیت به بحث سره کوي او د قفقاز په جنوب کې به د شخړو د پای ته رسېدو او ثبات پر لارو چارو غږیږي.
ټاکل شوې ده چې دا غونډه د ډسمبر په پنځلسمه ترسره شي.
دا به د ناګورنو قره باغ پرسر د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د تېرکال له ۴۴ ورځنۍ جګړې را وروسته د پاشنیان او علییف درېیمه مخامخ کتنه وي.
د دوی دوه مخکینۍ غونډې په مسکو کې وشوې چې بیا یې پر اوربند سلا وکړه.
تیره اوونۍ د دې دوو هېوادونو ترمنځ بیا سخته جګړه پیل شوه او دواړو لوریو پر یوه بل تور پورې کړ چې له اوربنده یې سرغړونه کړې ده.