د ګرجستان پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي پوځي روغتون ته انتقال شو

د ګرجستان پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي

د ګرجستان پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي پوځي روغتون ته انتقال شو او د ده د مدافع وکیل او ډاکټر په وینا له دې سره به ښاغلی ساکاشویلي د نه خوړو پنځوس ورځنی اعتصاب پای ته ورسوي.

ساکاشویلي تېره شپه په ګوري ښار کې یوه پوځي روغتون ته ولېږدول شو.

د ده د روغتیا په باره کې اندېښنې په زیاتېدو دي.

مخکې د ده مدافع وکیل نیکا ګوارامیا ویلي و چې ۵۳ کلن ساکاشویلي منلې ده چې هله به له اعتصابه لاس واخلي چې پوځي روغتون ته یې یوسي.

پرون په پلازمېنه تبلیسي کې په سلګونو اعتراض کوونکي راټول شوي وو او دا غوښتنه یې کوله چې ساکاشویلي دې د درملنې لپاره خصوصي کلینیک ته انتقال شي.

ساکاشويلي له اته کلنې جلاوطنۍ وروسته د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ښاروالیو د انتخاباتو په درشل کې هېواد ته د راستنېدو پر مهال ونیول شو.