د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په بلخ ولایت کې د وژل شوي ډاکټر نادر عالمي تښتوونکي به ونیول شي او سزا به ورکړل شي.
نوموړی ډاکټر نژدې دوه میاشتې مخکې په مزارشریف ښار کې تښتول شوی و.
د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې ډاکټر عالمي او دوه نور کسان څه موده مخکې په بلخ کې اختطاف شوي وو.
خوستي زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو دوه تښتول شوي کسان- حاجي امان الله او حاجي یوسف د تښتوونکو له منګولو وژغورل او اته تښتوونکي یې ونیول، خو ډاکټر عالمي یې ونه شو ژغورلای: "متاسفانه چې د دغو اختطافګرو یوه بله دوه کسیزه ډله له موږه خلاصه شوه او موږ ونه توانېدو چې ویې نیسو. هغوی ډاکټر صاحب (عالمي) شهید کړ ځکه ډارېدل چې ګیر کېږي. اسلامي امارت د دې کسانو د تعقیب او مجازات تعهد کوي."
نادر عالمي د رواني ناروغیو ډاکټر و چې په مزارشریف ښار کې یې کتنځي هم درلود.
د ډاکټر عالمي کورنۍ ویلي دي چې تښتوونکو د نوموړي د خوشې کولو په بدل کې اوه لکه امریکايي ډالر غوښتي وو.