د ګرجستان پخواني ولسمشر منلې چې د نه خوړو اعتصاب به پای ته ورسوي

د ګرجستان پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي

د ګرجستان پخواني ولسمشر میخایل ساکاشویلي چې د حبس دوره تېروي، منلې ده چې د نه خوړو پنځوس ورځنی اعتصاب به پای ته ورسوي او یو پوځي روغتون ته به د علاج لپاره لېږدول کېږي.

پرون د نوومبر په ۱۹مه نېټه په داسې حال کې چې سلګونه معترضان د پلازمېنې تبلیسي په مرکز کې راټول شوي وو، د ساکاشویلي مدافع وکیل نیکا ګوارامیا له نوموړي سره تر کتنې وروسته دا خبر اعلان کړ.

معترضانو غوښتنه کوله چې پخوانی ولسمشر دې د علاج لپاره یوه خصوصي کلینیک ته واستول شي.

د ساکاشویلي هم غوښتل چې په ملکي روغتون کې بستر شي، خو حکومت یې دا غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې ښايي معترضان پر هغه ځای برید وکړي.

ساکاشويلي، له اته کلنې جلا وطنۍ وروسته د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ښاروالیو د انتخاباتو په درشل کې هېواد ته د راستنېدو پرمهال ونیول شو.