ګارډین: د افغانستان ستونزې باید د استرالیا د جنګي جرمونو د غرامت ځنډولو سبب نه‌شي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • نیوز تریبیون

د امریکا چاپ نیوز تریبیون ورځپاڼې د هغو افغانانو په اړه لیکنه خپره کړې چې له افغانستانه تښتي او هڅه کوي امریکا ته لاړ شي.

نیوز تریبیون د امریکا د فدرالي حکومت د چارواکو په قول لیکلي، لږ مخکې تر دې چې طالبان افغانستان ونیسي، تر ۲۸ زره ډېرو افغانانو د موقت وخت لپاره په امریکا کې د اوسېدو لپاره د ویزو تقاضاوې کړې وې، خو یوازې ۱۰۰ تنو ته ویزې ورکړل شوې.

د امریکا د مهاجرت او تابعیت د خدماتو اداره د پناه غوښتونکو د شمېر د ډېروالي او د خپلو کارکوونکو د کموالي له کبله له ستونزو سره مخامخ ده.

په امریکا کې افغان کورنۍ او د مهاجرت هغه ډلې چې د دوی ملاتړ کوي وايي، د ویزو او اقامت د تأیید ورو پروسه د دوی عزیزان چې په افغانستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي، په خطر کې اچوي.

په امریکا کې مېشت افغانان وايي چې د خپلې کورنۍ د هر غړي لپاره‌یې ۵۷۵ ډالره فیس ورکړی، خو د راغوښتلو پروسه‌یې ناڅرګنده ده.

د امریکا د مهاجرت او تابعیت د ادارې ویانده ویکتوریا پالمر وايي، د دوی ادارې ۴۴ اضافي کارکوونکي روزلي چې غوښتنلیکونو ته په وخت ځواب وویلی شي.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې بیا د بشري حقونو د ډلو په قول لیکلي چې د افغانستان ستونزې باید د دې سبب نه‌شي چې استرالیا د جنګي جرمونو د ادعاوو غرامت وځنډوي.

دې بریتانوۍ ورځپاڼې کښلي چې د بشري حقونو افغان او استرالیايي ډلو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې خرابېدونکی وضعیت باید د استرالیا هغه طرحه ونه‌ځنډوي چې غوښتل‌یې د ادعا شویو جنګي جرمونو قربانیانو ته تاوان ورکړي.

ورځپاڼه په دې اړه د بریرټن په نوم د راپور سپارښتنو ته اشاره کوي چې یو کال پخوا خپور شو او په‌کې وویل شول چې د استرالیا حکومت به بې له دې چې د څارنوالانو د څېړنو نتیجې ته انتظار وباسي، د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.

د بشري حقونو یوه ائتلاف د جمعې په ورځ وویل، دا ډېره ضروري ده چې د قرباني شویو کسانو خپلوان په دې خاطر هېر نه‌کړل شي چې په افغانستان کې بشري وضعیت خورا خراب شوی او دا د طالبانو له کبله دی.

په افغانستان کې د دېره ډلو انتقالي عدالت، د افغانستان بشري حقونه او ډیموکراسي سازمان په شمول د بشري حقونو د ۱۳ ډلو له لوري په ګډ بیان کې راغلي، مهمه ده چې د ادعا شویو سرغړونو له ژوندي پاتې قربانیانو سره مشوره وشي او په دې توګه هغوی ته په مناسب ډول غرامت ورکړل شي.