د ګرجستان پخوانی ولسمشر د اوونیو نه‌خوړو اعتصاب وروسته موقتاً بې‌هوښه شوی

د ګرجستان پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي

د ګرجستان پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي چې له اوو اوونیو راهیسې د نه‌خوړو اعتصاب کړی، په موقتي توګه بې‌هوښه شوی دی.

د هغه وکیل، بیکا باسیلیا وویل ساکاشویلي پرون د ده په مخ کې د زندان په روغتون کې بې‌هوښه شو او په ځمکه ولوېد.

د ګرجستان د زندان ادارې په یوه بیان کې ویلي چې د ساکاشویلي صحي وضعه اوس د ډاډ وړ ده.

یوه ورځ مخکې، یوه طبي بورډ د ساکاشویلي روغتیایي حالت "نازک" بللی و او سپارښتنه‌یې کړې وه چې هغه د زندان له روغتون څخه د ملکي روغتون عاجلې څانګې ته ولېږدول شي.

خو د ګرجستان حکومت دا غوښتنه رد کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ساکاشویلي وضعیت له نږدې څاري.

د ګرجستان پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي له اته کلن جلاوطنۍ وروسته د اکټوبر په لومړۍ نېټه ګرجستان ته ستون شو. له ستنېدو سره سم ونیول شو او په زندان کې یې د نه‌خوړو اعتصاب وکړ.