د پښتون ژغورنې غورځنګ یا (PTM) یوې مخکښې غړې، د پاکستان لهخوا د یوې افراطي ډلې د مشر پر خوشې کېدو انتقاد وکړ.
په پاکستان کې د تحریک لبیک په نوم مذهبي ډلې پرون د خپل زنداني شوي مشر سعد رضوي خوشې کېدل تأیید کړل.
تر دې مخکې د پاکستان حکومت د دغې ډلې نوم، د غیر قانوني ډلو له فهرست څخه لیرې کړ.
د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د تحریک لبیک پر فعالیت بندیز لګولی و او غیر قانوني یې اعلان کړی و.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښې غړې ثناء اعجاز پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "دا څرګندوي چې پاکستان خپل لاسپوڅي چې که وهل ټکول کوي او ملکیتونو ته زیان رسوي، خیر دی، خو پر امن کسانو چې د خپل هویت او د خپل سولهییز ژوند د بنیادي بشري حقونو یادونه هم کوي، هغه به بندي وي چې علي وزیر یې ښکار شوی دی."
د پښتون ژغورنې غورځنګ بل وتلی مشر او د ملي اسامبلۍ غړی علي وزیر له ۱۱ میاشتو راهیسې په زندان کې دی. د سند ایالت پولیسو د حکومت پر خلاف د وینا له کبله د هغه په باب دوسیه ثبت کړې ده.