په پاکستان کې د تحریک لبیک پاکستان په نوم مذهبي ډلې پرون د خپل زنداني شوي مشر سعد رضوي خوشې کېدل تأیید کړل.
تر دې مخکې د پاکستان حکومت د دغې ډلې نوم، د غیر قانوني ډلو له فهرست څخه لیرې کړ او تر دې مخکې حکومت په دغه هېواد کې د تحریک لبیک پر فعالیت بندیز لګولی و.
د سعد رضوي پر خوشې کېدو ګڼو فعالانو اندېښنه ښوولې او دا یې د پاکستان سیاسي دوه مخيتوب بللی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د دوی مخکښ غړی علي وزیر چې سولهییز اعتراضونهیې کول، له ۱۱ میاشتو په زندان کې دی.
د دې غورځنګ له یوې مخکښ غړې ثناء اعجاز سره د ازادي راډیو خبریال د سعد رضوي د خوشې کېدو په اړه پوښتنه کړې.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5
له ثنا اعجاز سره مرکه