د افغان ښځو د حقونو په اړه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي دریځ

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی غلام محمد اسحاقزی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی غلام محمد اسحاقزی وايي، د ښځو د حقونو په څېر ارزښتونه باید له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل اصلي خبره وي.

ښاغلي اسحاقزي دغه څرګندونې تېره شپه په نیویارک کې د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې وکړې.

دی زیاتوي: "د نړیوالې ټولنې لپاره مهمه ده چې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو او د عمومي اسامبلې په پرېکړه‌لیکونو کې د شویو ژمنو په اساس له طالبانو سره مخته ولاړ شي، دا د زور له لارې د افغانستان د اسلامي امارت د بیا راژوندي کېدو او یا د بل هر ډول تحمیل شوي حکومت د رسميت پېژندلو په معنی نه‌ده. د ښځو حقونه، د نجونو تعلیم، د رسنیو ازادي او د ښځو په ګډون د ټول‌شموله حکومت جوړول باید له طالبانو سره د نړۍ د اړیکو په زړه کې وي."

ښاغلی اسحاقزی د افغانستان د لیرې کړای شوي ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی ټاکل شوی و.

وروسته له هغه چې د اګسټ په ۱۵مه کابل د طالبانو لاس ته ولوېد، هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه‌پېژني.

د طالبانو حکومت په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه نومولی، خو تر اوسه ملګرو ملتونو په دې اړه کومه پرېکړه نه‌ده کړې.