د پاکستان پارلمان د جنسي تېري کوونکو د خصي کولو قانون تصویب کړ

ارشیف، پاکستان کې جنسي تېري کوونکو ته د سزا ورکولو په ملاتړ لاریون

د پاکستان پارلمان پر ښځو د جنسي تېري کوونکو او د ماشومانو د ځورونې د عاملینو د خصي کولو قانون تصویب کړ.

دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې په دغه هېواد کې پر ښځو د جنسي تېري د قضیو شمېر زیات شو.

اوس دا قانون د پاکستان د ولسمشر عارف علوي لاسلیک او توشېح غواړي.

د نوي قانون له مخې له حکومت غوښتل شوي چې د جنسي تېریو او د ماشومانو د جنسي ځورونې قضیې باید په څلورو میاشتو کې دننه په محکمو کې وڅېړل شي او په اړه‌یې پرېکړې وشي.

د قانون په اساس جنسي تېري کوونکي به د خاصو کیمیاوي موادو په ذریعه خصي کېږي.

کیمیاوي بڼې باندې خصیانول د لنډمهال لپاره وي او د جنسي اړیکو تمایل له‌منځه وړي.

د راپورونو له مخې د جنسي تېریو یوازې درې فیصده قضیې څېړل کېږي او پاتې نور یې همداسې پاتې دي.

پاکستان چې له ۲۲۰ ملیونو زیات نفوس لري په ورځ کې لږ تر لږه د جنسي تېریو ۱۰ قضیې راپور کېږي چې له نیمايي زیات‌یې په لیرو پرتو او کلیوالو سیمو کې کېږي.