ملګرو ملتونو د ایران په اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړ

عمومي اسامبلۍ

ملګرو ملتونو په ایران کې له بشري حقونو څخه د جدي او سیستماتیک سرغړونې په غندلو سره یو پریکړه لیک تصویب کړ.

دغه پرېکړه ليک د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د درېيمې کمېټې له خوا په ٧٩ موافقو، ٣٠ مخالفو او ٧١ مخالفو رايو سره تصويب شو.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ درېیمې کمېټې په دې پرېکړه لیک کې د اعدامونو لوړ شمېر، په پراخه او سیسټماټیک توګه د خلکو نیول او خپل سره بندیانول، په قصدي توګه طبي درملنې او خدماتو ته د بندیانو د لاسرسي محرومیت، د ایوین په زندان کې له بندیانو سره ناوړه چلند او د مخالفانو د ځورونې او ډارولو موارد یاد کړي دي.

ملګرو ملتونو په ایران کې د بشري حقونو د نقض د دغو ټولو سختو مواردو بې پرې او خپلواکه څېړنه غوښتې ده.

هاخوا په ملګرو ملتونو کې د ایران استازې زهرا ارشادي د دغه پرېکړه لیک په ردولو سره دا له موجوده واقعیتونو یو انتخابي او سیاسي تحریف وباله او ویې ویل چې دا پرېکړه لیک له ایران سره د دښمنۍ پالل دي.