د روسیې د بشري مرستو لومړنۍ محموله نن پنجشنبه (د لړم ۲۷مه) کابل ته ورسېده.
دا خبره نن د روسیې تاس خبري اژانس راپور کړې ده.
په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژېرنوف مخکې ویلي و چې هېواد یې افغانستان ته شپږ دېرش ټنه بشري مرستې استوي.
د هغه په خبره تمه ده د بشري مرستو دوه نورې جوپې هم کابل ته واستول شي چې ټول ټال اندازه یې له سل ټنو اوړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې چې نن د کابل هوايي ډګر ته د روسیې ۳۶ ټنه بشري مرسته ورسېده چې پکه ې اوړه، غوړي او ځینې نور اړین مواد شامل دي.
د راپورونو له مخې د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې دا له افغانستان سره د روسیې لومړنۍ بشري مرستې دي.