د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، تر دا مهال له افغانستان چین ته ۵۵۰ ټنه زڼغوزي صادر شوي دي.
د افغانستان د سوداګری او پانګونې خونې لومړی مرستیال یونس مهمند نن پنجشنبه (د لړم په ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل، په تېرو درېیو اونیو کې چین د زڼغوزیو د صادراتو لس پروازونه ترسره شوي چې په ترڅ کې یې ۵۵۰ ټنه زڼغوزي دغه هېواد ته صادر شوي دي.
خو ښاغلی مهمند له یادو صادراتو د لاسته راغلي مالي عاید په اړه څه ونه ویل.
چین ته د افغانستان د زڼغوزي صادرات درې اوونۍ وړاندې له سره پیل شول او په لومړي پرواز کې ۴۵ ټنه زڼغوزي د کام ایر شرکت له لوري د هوایي دهلېز له لارې صادر شول.
د یادونې وړ ده چې د روان کال تر پایه به له اتو تر لسو زرو ټنو زڼغوزي چین ته صادر شي او نږدې یو میلیارد ډالر عاید به د افغانستان په برخه شي.