داعش د کابل په دشت برچي سیمه کې د چاودنې پړه ومنله

ارشیف،

داعش په کابل کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت ومانه.

د کابل په دشت برچي سیمه کې پرون چهارشنبه (د لړم ۲۶مه) مازدیګر پر یوه ټونس ډوله موټر چاودنه وشوه.

په دې چاودنه کې په پیل کې د یوه تن د وژل کېدو او د درې مېرمنو په ګډون د شپږ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شو.

فرانس پرېس اژانس تیره شپه ناوخته په یوه راپور کې څرګنده کړه چې دې چاودنې د دوو کسانو ژوند اخیستی دی.

داعش خراسان څانګې په یوه بیان کې چې د ټیلګرام له لارې یې پرون ناوخته خپور کړ د دې چادونې پړه په غاړه واخېسته.