مالدوا: د ټرانسدنسټر له سیمې د روسي ځواکونو وتلو ته لومړیتوب ورکوو

د مالدوا د بهرنیو چارو وزیر نیکو پوپسکو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره

د مالدوا د بهرنیو چارو وزیر نیکو پوپسکو وایي، هېواد یې د ټرانسدنسټر له سیمې د روسیي ځواکونو وتلو ته په خپل بهرني سیاست کې لومړیتوب ورکوي.

نیکو پوپسکو پرون په مسکو کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره ګډې خبري غونډې ته وویل: "د مالدوا په ټرانسدنسټر سیمه کې د روسیې د عملیاتي ځواکونو د ډلې د شتون په اړه زموږ دریځ نه بدلیدونکی دی، دا وضعیت د مالدوا په اساسي قانون کې د بې پریتوب له اصولو سره په ټکر کې دی او د روسیې ځواکونو وتل زموږ په بهرنۍ تګلاره کې لومړیتوب لري."

وروسته تردې چې په ۱۹۹۱ میلادي کال کې مالدوا له پخواني شوروي اتحاد څخه خپلواکي واخېسته، د روسیې یو شمېر سرتیري د ټرانسدنسټر په سیمه کې ځای پرځای شول.

دا پېښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف په یوه مهم ټکي بدله شوې ده.