ترکیې د ارمنستان پر وړاندې د اذربایجان ننګه وکړه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د ارمنستان پر وړاندې د اذربایجان ننګه وکړه.

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سې شنبې په ورځ وروسته له نژدې یوه کال اوربنده جګړه پیل وشوه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اغلو پرون چهارشنبه (د لړم ۲۶مه) په انقره کې خبرې غونډې ته وویل: "موږ له پیله دا ویلي و چې اذربایجان یوازې نه دی، کله به هم یوازې پاتې نه شي. موږ دا خبره بیا کوو چې اذربایجان یوازې نه دی او کله به هم یوازې نه وي."

د اذربایجان دفاع وزرات پرون وویل چې پر پوله د جګړې پر مهال اووه اذري پوځیان وژل شوي او لس تنه نور یې ټپیان شوې دي.

ارمنستان بیا د یوه عسکر د وژل کېدو خبره کړې ده او وایي چې د سې شنبې ورځې د جګړې پر مهال د دوی ۱۳ سرتیري نیول شوي دي او ۲۴ نور تري تم دي.

د دې دواړو هېوادونو ترمنځ تېرکال د ناګورونو قره باغ د لانجمنې سیمې پرسر شپږ اوونۍ سختې جګړې وشوې چې تر شپږ زره شپږ سوه ډېر کسان په کې ووژل شول بیا روسیې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند وکړ.

اوس دواړه لورې پر یوه بل تور پورې کوي چې لومړۍ حمله یې کړې ده.