کابل او غزني کې درې چاودنې؛ دوه تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي

کابل کې د يوې چاودنې له سیمې پورته شوي لوګي

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار لوېدیځه څنډه کې چاودنې یو تن وژلی او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د دې وزارت ویاند سعید خوستي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه نن د ۱۳مې حوزې په نقاش سیمه کې پر یوه ټونس موټر شوې او په خبره‌یې ټپيانو کې مېرمنې هم شاملې دي.

په ورته وخت کې د کابل په شهید څلورلارې کې هم چاودنه شوې، خو د مرګ‌ژوبلې په اړه‌یې لا کره معلومات رسنیو سره نه‌دي شریک شوي.

د تېرې دوشنبې په ورځ د کابل په کوټه سنګي کې چاودنې دوه تنه ملکیان ټپیان کړل.

له هغه دوه ورځې وړاندې ورته چاودنې یو کس وواژه او څلور نور یې ټپیان کړل.

د نننۍ چاودنې مسؤلیت لا کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی، خو د تېرو دوو چاودنو مسؤلیت داعش وسله‌والې ډلې منلی و.

د کابل په لوېدیځ او ۱۳مه حوزه کې ډېر شیعه افغانان اوسېږي چې ډېر کله د داعش د بریدونو هدف وي.

په ورته وخت کې په غزني کې هم چاودنې ۱ ماشوم وژلی او ۳ نور يې ژوبل کړي دي.

د چهار شنبې په ورځ د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي چې نن مازدیګر ۴ بجې د غزني مرکز د درېیمې حوزې اړوند په ده خدایداد سیمه کې د کباړي دکان مخې ته ناچاودې مرمۍ چاودنه کړې چې په نتېجه کې یې ۱ ماشوم وژل شوی او ۳ تنه نور ژوبل شوي دي.