طالبان: دولتي پوهنتونونه د اقتصادي ستونزو له کبله تړلي پاته دي

د طالبانو حکومت د لوړوړ زده‌کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني وایي، دولتي پوهنتونونه د اقتصادي ستونزو له کبله تړلي پاته دي.

عبدالباقي حقاني دا خبره نن د جرمني د ستراتېژيکې پراختیا کمپنۍ د اسیا له مسؤل حشمت‌الله مرادي سره په کتنه کې کړې ده.

ښاغلي حقاني د دغو اقتصادي ستونزو په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې خصوصي پوهنتونونه پرانيستي دي او تدریس په‌کې روان دی.

د لوړو زده‌کړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دې کتنه کې د جرمني کمپنۍ په بېلابېلو برخو کې وزارت ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یو شمېر پوهنتونونو ودانیزې چارې، د کابل پوهنتون معیاري کول او پوهنتونونو کې د انټرنټي خدمتونو پیاوړي کول، هغه برخې دي چې طالبانو د جرمني مرسته په‌کې غوښتې.

د طالبانو له راتګ وروسته پر دولتي پوهنتونونو سربېره په اکثرو ولایتونو کې د نجونو منځني او د لېسې دورې ښوونځي هم تړلي دي.

زده‌کوونکو او محصلانو له دې وړاندې په وار وار غوښتنه کړې چې د تعلیمي بنسټونو دروازې باید ورته پرانيستل شي.