ملګري ملتونه: افغانستان کې د تریاکو تولید ۸ فیصده زیات شوی

د افغانستان هلمند ولايت کې د کوکنارو کروندې

ملګري ملتونه وایي، افغانستان کې د تریاکو تولید د تېر کال پرتله ۸ فیصده زیات شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې له نشه‌یي توکو او جرم سره د مبارزې ادارې پرون په یوه راپور کې ویلي، ۲۰۲۱ کال کې ۶،۸۰۰ ټنه تریاک تولید شوي دي.

د دغه راپور له مخې، له دې لارې ترلاسه شوې پیسې دوه میلیارده او ۷۰۰ ملیونه ډالرو ته رسېږي.

راپور کې راغلي، د دغو پیسو ډېره برخه د هغو کسانو جېبونو ته تللې چې له افغانستانه بهر د نشه‌یي توکو ناقانونه سوداګرۍ کې لاس لري.

افغانستان د نړۍ په کچه د تریاکو لوی تولیدوونکی دی او د نړۍ نږدې ۹۰ په سلو کې تریاک دلته تولیدېږي.