خلک: د ډالرو لیلام په بازار کې د توکو پر بیو اغېز نه دی کړی

کابل کې د خوراکي توکو هټۍ

د افغانستان د خوراکي توکو ټولنه وايي، د ډالرو لیلام په بازار کې د خوراکي توکو د نرخونو په راټېټدو هېڅ اغیز نه دی کړی.

د دې ټولنې مشر فضل الرحمان نن چهارشنبه (د لړم په ۲۶مه نېټه) ازادي راډیو ته وویل چې ټول سوداګر په دې تمه وو چې بازار ته د ډالرو وړاندې کول به د خوراکي توکو په نرخونو اغیز وکړي، خو په خبره یې داسې و نه شول.

د نوموړي په خبره تېره ورځ د افغانستان بانک یوازې دوه نیم میلیونه دالره بازار ته وړاندې کړل.

د خوراکي توکو د ټولنې د معلوماتو پر بنسټ اوس هم د اوړو د یوې بوجۍ بیه له ۲۲۲۰ تر ۲۲۴۰ افغانیو پورې دی او د غوړیو ۱۶ کیلويي ټیم له ۲۵۰۰ تر ۲۵۲۰ افغانیو پورې پلورل کیږي.

فضل الرحمن وايي، که بانکي ستونزې حل نه شي او د افغانیو ارزښت لوړ نه شي، د خوراکي توکو نرخونه به نور هم لوړ شي.

تېره ورځ د افغانستان بانک اعلان کړی و چې د افغانیو د ارزښت د لوړولو په خاطر لس میلیونه ډالر په بازار کې لیلاموي.