فیسبوک وايي د افغانانو پر فیسبوکونو بریدګر پاکستانیان یې بلاک کړل

د فیسبوک لوګو

د فیسبوک لوګو

فیسبوک خبر ورکړی چې د سږني کال په پیل کې یې هغه پاکستاني هککران بلاک کړي دي چې د افغانستان د پخواني حکومت له چارواکو سره د تړلو افغانانو پر حسابونو یې بریدونه کړي وو.

د دې هککرانو له خوا دا حملې هغه مهال شوي دي چې طالبانو په کابل کې پر واک د ولکې هڅه کوله.

فیسبوک پرون د نوومبر په شپاړسمه خبر ورکړ چې دا هککران د هغو څلور ورانکارو له ډلې دي چې پاڼې او حسابونه یې غیر فعاله شوي او دې ادارې د حملو قربانیانو ته د پیغامونو په لېږلو سره د هغو فعالیتونه شنډ کړي دي.

د فیسبوک په وینا د هککرانو درې نورې ورانکارې ډلې د سوریې وې چې د دې هېواد اپوزیسیون او د حکومت مخالفین او همدا راز خیریه ټولنې یې په نښه کولې.

د فیسبوک د چلوونکې ادارې- میټا د سایبري امنیت چارواکي وايي، د سایډ کاپي په نوم په پاکستان کې د دېره هککرانو دې ډلې هغه کسان په نښه کول چې له پخواني افغان حکومت، پوځ او د قانون د تنفیذ له ځواکونو سره یې اړیکې لرلې.