طالبان وايي له خپلو لیکو یې د 'نامطلوبو' کسانو ایستل چټک کړي

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، ذبیح الله مجاهد

د طالبانو حکومت وايي، له خپلو لیکو کې د دوی په وینا د «نامطلوبو» کسانو د ایستلو پروسه چټکه کړې ده.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، ذبیح الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د تصفیې لپاره د ګمارل شوي کمېسیون له خوا ګڼ کسان لېرې کړای شوي دي.

مجاهد زیاته کړه: "د تصفیې کمېسیون د دې لپاره جوړ شوی چې له صفوفو نامطلوب کسان وباسي. خپل کار یې پیل کړی دی. په سلګونو کسان ثبت او لسګونو کسان له صفونو ایستل شوي. دا پروسه دوام لري."

د طالبانو د لیکو د تصفیې کمېسیون تېره یکشنبه ویلي و چې تر اوسه څه باندې ۴۰۰ کسان د طالبانو له لیکو ایستل شوي او ځینې یې بندیان شوي هم دي.

د دوی په وینا په ایستل شویو کسانو کې ځینو یې د طالبانو له نومه په استفادې د خلکو په ځورونه او اخاذیو کې لاس درلود.